امنیت

د٢ ٠٥ اتل قول اردو دځواکونو په عملياتو کې ٢١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر  دثور  دولسمه :
دقندهار ، زابل او روزګان  دولايتونو په مربوطاتو کې د ٢٠٥  قول اردو  دځواکونو  دچاڼيزو او محاربوي  عملياتو په بهير کې ٢١ تنه ډار اچوونکي  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: د٢٠٥ اتل  قول اردو ځواکونو دتروريستانو دځپلو په موخه د  قندهار ، زابل او روزګان  دولايتونوپه مربوطاتو کې چاڼيز او محاربوي عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٢١ تنه  ډار اچوونکي  طالبان ووژل شول او ٢٤ تنه نور ټپيان شول او درې تنه نور له تروريستانو سره داړيکې  دلرلو په  ګومان ونيول شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه وسله او ددرندو وسلو مهماتو نور پوځي تجهيزات په عملياتو کې  دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او دوسايط ضداته ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .
ديوبل خبر مخې ،  دګلاب اغا په نامه د ډار اچوونکو طالبانو يومشهور  قوماندان له  اووه تنوهمکارانو سره يې دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ٢٠٥ اتل قول اردو په چاڼيزو عملياتو کې ونيول شو .
نيول شوى قوماندان په زياترو تروريستي فعاليتونو او په امنيتي کاروانونو په بريدونو او مخالفينو ته دوسلو اومهماتو په ليږدونې کې فعال رول درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته