امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول

کابل باخترد وږي  پنځلسمه :
د پوليسو د ځواکونو او د خلکو د مقاومت له امله ١٤ تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او ١٠ تنه نوريې ټپيان شول .
د غور ولايت وياندعبدالحى خطيبي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه مقاومت تېره شپه هغه وخت وشو چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د تيورې ولسوالۍ پورې  په اړونده ساحه کې په خلکو بريد وکړ چې د پوليسو او د خلکو له سخت مقاومت سره مخامخ شو او د سر د دروند زيان په زغملو سره تيښتې ته اړ شول .
خبرځاى وويل چې د امنيتي  ځواکونو له سخت  مقاومت له امله طالبان له ساحې څخه خواره واره او غرونو ته وتښتيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته