سیاست

په غزني ولايت کې دانتخاباتولپاره دنومونو دثبتولوبهير دوام لري .

کابل باختردلړم دمياشتې ١٩ :
دجمهوري رياست او  ولايتي شورا دانتخاباتو دګډون لپاره په غزني ولايت کې دنومونو دثبتولو بهير دوام لري .
د غزني  ولايت دانتخاباتو دکميسيون رييس شاه جهان سرداري  باخترآژانس ته وويل : په غزني  ولايت کې دجمهوري رياست او  ولايتي شورا انتخاباتو د رايې  ورکوونکو دنوم ثبتولو بهير په  پراخ  ډول  دوام لري او تراوسه پورې څه ناڅه سلو زرو تنو چې په سلوکې پنځه ديرش يې نجونې او ښځې دي درايې ورکولو کارتونه اخستي دي.
خبرځاى  زياته کړه :   په غزني ښار کې دښځو او نارينه و لپاره په غزني ښار کې پنځه مرکزونه ، د جاغوري ، اندړو  او قره باغ ولسواليو کي نهه مرکزونه او دناوې په  ګډون په  اوولسو اداري  واحدونوکې پنځه ديرش مرکزونه فعاليت لري هره ورځ دغزني ولايت اوسيدونکي په پراخ ډول دغو مرکزونو ته درايې ورکولو دکارتونو اخستلو  ته مراجعه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته