سیاست

ډاکتر رنګين دادفر سپنتا د استراليا د دفاع له وزير سره وکتل

کابل- باختر دسلواغي ديرشمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا نن له غرمې وروسته داستراليا ددفاع له وزير  ستيفن سمت سره  په ارګ کې وکتل.
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر بآختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې  دملي امنيت سلاکار د سولې دبهير دپرمختګونو ، له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې دهمکاريو د دوام ، دافغان امنيتي ځواکونو دظرفيتونو دلوړولو دڅرنګوالى ، افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو د ليږدونې دبهير او دعلاقې وړ نورو سيمه ئيزو مسئلو په باب  خبرې وکړې .
  ډاکتر رنګين دادفر سپنتا داستراليا دهغو مرستو له امله  چې په بېلابېلو برخو کې يې دافغانستان له خلکو سره کړې دي؛ هم  مننه وکړه .
په مقابل کې د استراليا د دفاع وزير په هيواد کې د سولې د تامينولواوله بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونوته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير دعملي کولو په مقصد د افغانستان د دولت هلې ځلې  وستايلې او له  ٢٠١٤ کال وروسته يې له افغانستان سره دخپل متبوع هيواد دهمکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ .
دغه راز ستيفن سمت زياته کړه چې داستراليا حکومت به  له  ٢٠١٤  کال وروسته  دافغان  امنيتي ځواکونو د روزنې په مقصد په کال کې د سلو مليونو ډالرو مرسته وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته