ټولنهښوونه او روزنه

هدف بنسټ د لسګونو ماشومانو د زده کړې لګښت ورکړل

٣١- کابل /دمرغومې ٦مه /باختر
په جوزجان کې د هدف فرهنګي اوخيريه بنسټ نن د ٤٨ يتيمو ماشومانود زده کړې لګښت د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست ته ورکړ.
د باختر اژانس خبريال د خبرله مخې؛ دغه بنسټ د هغه قرارداد له مخې چې له لومړى ټولګي څخه د لوړو زده کړو تر دورې پورې د دغو ماشومانو د تحصيلي لګښت په خاطر لاسليک کړې و يوميليونو يوسلو پنځه زره افغانۍ د کار او ټولنيزو چارو رياست ته وسپارلې .
د جوزجان د والي وياند معروف اذر وايي چې دغه بنسټ ٣ نورو ماشومانو ته هم په مياشت کې پنځه ويشت پنځه ويشت زره افغانۍ ټاکلې دى.
د جوزجان د والي مرستيال د دغه بنسټ د ښه اقدام له امله مننه وکړه.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته