نړۍ

فرانسې په مالي کې دالقاعده دجګپوړي قوماندان دوژل کيدو خبر ورکړ .

پاريس  باختر د چنګاښ اوولسمه :
  دفرانسې اردو ديوې وينا په خپرولو سره اعلام وکړ چې ځانګړو فرانسوي ځواکونو دمالي په شمال کيدال ښار کې دعملياتو په بهير کې دالقاعده دتروريستي ډلې يو قوماندان وواژه .
دالجزيرې  دانترنټي سايت دخبر له مخې، دغه قوماندان علي آګ وادوسيني  نوميده او ديوه فرانسوي تبعه (سرژلا زارويچ په يرغمل نيولو کې يې لاس درلود چې ددغه فرانسوي يرغمل دتبادلې په بهير کې  ازاد شوي و .
دفرانسې اردو په دې وينا کې زياته کړه ددغو عملياتوپه بهير کې  چې ديکشنبې  په ورځ په کيدال ښار کې ترسره  شول   دالقاعده  دوه تنه غړي ونيول شول .
  فرانسې په ٢٠١٣ ميلادي کال کې دافريقا  په لويديځ کې  مالي ته خپل ځواکونه ددغه هيواد له ياغيانو سره دمقابلې په خاطر استولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته