امنیت

تبصـــره :

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٣ :
دتنکي ځوان اباسين ځدران دوژل کيدو څرنګوالى چې  په  مظلومانه  ډول دانسان تښتوونکو جنايتکارانوله  خوا شهيد کړاى شو، يوځل بيا دهېواد  عدلي بنسټونه اوقضايي دستګاه دعدالت تحقق ته رابولي.
دباخترآژانس مبصرليکي :
دتنکي ځوان اباسين ځدران بيرحمانه وژل کيدل چې ديوه جنايتکار بانډ له خوا  دپيسو دترلاسه کولو لپاره  دکابل ښارله  اتمې ناحيې  څخه  وتښتول شو او له ځورونې او اسارت وروسته ، په  مظلومانه  ډول شهيد کړاى  شو  زموږ د خلکو روح او روان ستړى کړى دى   اوپه  هېواد  کې  يې د  خلکـــو مصوونيت له چلنج سره مخامخ کړى دى.
ددې هېواد يو بچى ځدران چې خپلې هېلې يې لرلې  له  کوم دليل او جرم پرته  وتښتول شو اود څوتنو جنايتکارانو  له خوا په مظلومانه  ډول شهيد کړاى  شو.
هغه ترخې ورځې  چې دغه تنکي ځوان  له جنايتکارباڼد سره  داسارت په وخت کې   وليدلې او وروسته هم شهيد کړاى شو يوه درودونکې کيسه ده  چې هر ويښ و جدان ځوروي او دهېواد دامنيتي نظام دمسوولينو په نسبت بې باوري زياتوي.
سره له دې چې امنيتي بنسټونو ددغه مظلوم ماشوم دمړي په ترلاسه کولو سره 
ډير چټک عمل وکړ  اودقضيې يو شمير عاملين يې وپيژندل او ونيول خو دغه  خوځښت  نه شي کولاى اباسين ته دبيا ژوندانه  زمينه برابره کړي او دهغه د ځوريدلې او کړيدلې مور درد آرام کړي.
څومره به ښه وه  چې دغه بنسټ  داباسين د ژوندي پاتې کېدو لپاره زياتې هلې ځلې  کړې واى چې  دهغه په مړينې سره تير غمونه  نه واى تکرار شوي.
هغه څه  چې هېوادوالو ته په اوسني حالت کې طرحه دي  په شفافيت سره او ډير ژر ددغې قضيې څيړنه ده چې له يوې خوا  جنايتکاران دخپل عمل سزا وويني  چې ديوه څوارلس کلن تنکي ځوان  وژل کيدل به  څه پايلې ولري اوله بله پلوه  دغو جنايتکارانو ته سزا ورکـــول به  نورو ته عبرت وي چې ددغه شان ناوړو عملونو مخه ونيول شي .
په دې وروستيو وختو کې  کابل ښاريانو او دهېواد د نورو ولايتونو اوسيدونکو دشهيد اباسين ، او دهغه د کړيدلې  کورنۍ په ملاتړ او دژوندانه او انسانيت په ملاتړ په لاريون لاس پورې کړ  او دعدالت دتحقق  غوښتنه يې کوله .
هغه څه  چې په اباسين وشول  دهغه جنايت تداعي کوونکي دي چې څوکاله مخکې داته کلن علي سينا په وړاندې په هرات کې ترسره شول .  خوددغه جنايت عاملين په ډير لنډ وخت کې په دار وځړول شول او دوزخ ته روان شول.
ښه به وي چې داباسين د قضيې په نسبت لازم تحرک ترسره شي  او ددغه جنايت عاملين چې اوس  د قانون په  منګولو کې دي  له قانون څخه د سر غړونې خوند  هم وڅکي .
دغه پيښه ټيک هغه وخت رامنځته شوه چې جمهوررئيس غني هېوادوالو ته په ملي شورا کې  په خپلې وروستۍ وينا کې دعدالت دتحقق  او له مجرمينو او جنايتکارانو سره  دجدي چلند خبرې وکړې.
اوس د دې وخت را رسيدلى دى  چې عدلي بنسټونه اوقضايي دستګاه  دجمهوررئيس ددغې  ژمنې په برخه کې ملت ته مناسب ځواب ووايي.
ديادونې وړ ده چې هيڅ عمل  دعدالت له تحقق پرته نه شي کيداى داباسين ځوريدلې او کړيدلې کورنۍ ، دهغه  انډيوالانو او هېوادوالو ته معقول  او مناسب ځواب وي.
اباسين د دې ملت بچی و او بايد  ټولو خلکو ته قناعت ورکړاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته