امنیت

دننګرهار دکرنې درياست يو کارکوونکې ووژل شو

کابل باختردکب دمياشتې ٢١ :

دننګرهار ولايت دکرنې اواوبولګولو رياست يو کارکوونکې نن سهار دناپيژندل شويو کسانو له خوا په لغمان ولايت کې ووژل شو.

وژل شوي مامور دلغمان ولايت اوسيدونکې دي چې دننګرهار ولايت دکرنې او اوبولګولو په رياست کې يې دنده ترسره کوله.

دلغمان ولايت امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ باختراژانس ته وويل  ناپيژندل شويو کسانو دننګرهار ولايت دکرنې رياست کارکوونکې چې ملکېار نوميده په ډزوسره وژلي دي.

يوه اړونده خبرځاى وويل  تراوسه پوري ددغې وژنې انګيزه معلومه نه ده  خو پوليسو په دې اړوند څيړنې پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته