امنیت

دوه تنه ياغي طالبان ووژل شول او يوتن بل يې دملي اردو ځواکونوته تسليم شو .

کابل باختر د زمري  اتمه :
دهيواد په ځينو  ولايتونوکې د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ دمنسوبينو په محاربوي او چاڼيزو عملياتو کې  دوه تنه ياغي  طالبان ووژل شول او يوتن بل  دملي اردو منسوبينو ته تسليم شو .
د  ٢٠٥ اتل قول اردو  دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دغو عملياتوکې دزابل ولايت په شاجوي ولسوالۍ کې  دطالبانو دقوماندان ملا نور اغا مرستيال په هجرت مشهور دملا رحيم په نامه يوطالب له يو کلاشينکوف ، يوې تومانچې  ، يوې ايکم مخابرې او يوموټر سايکل سره دملي اردو ځواکونو ته تسليم  شو .
دغه راز په دغو عملياتو کې دوسايطو ضد درې ماينونه دزابل ولايت دشاه جوي ولسوالۍ دقندهار ولايت  دشاه ولي کوټ  ولسوالۍ او دروزګان  ولايت دچنار تو ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دملي اردو دځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته