سیاست

عبدالروف ابراهيمي دايران داسلامي جمهوريت له سفير سره وکتل

کابل باختر  دکب دري ويشتمه

 دولسي جرګې رييس  عبدالروف ابراهيمي  دايران  داسلامي جمهوريت له سفير فدا حسين مالکي سره  چې  په کابل کې ددغه هيواد دسفيرپه توګه  دماموريت دوره يې  پاى ته رسيدلې ده  ،  دخپل کار په دفتر کې  دمخه ښي  کتنه وکړه .

  دولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ،  دولسي جرګې رييس  دلنډو خبرو په ترڅ کې  افغانستان او ايران دوه  ګاونډي مسلمان او دګډې ژبې  لرونکي هيوادونه وبلل  او په بيلابيلو برخو کې يې له افغانستان سره دايران دمرستو له امله مننه او قدرداني  وکړه .

   وروسته  دايران سفير  له عبدالروف ابراهيمي سره  دکتنې له امله دخوښي  د څرګندولو په ترڅ کې  ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوستانه  او ورور  ګلويزو اړيکو ددوام  غوښتنه وکړه او دافغانستان مسلمانو خلکو ته يې   دسولي اوثبات د اعاده کولو  هيله وکړه .

   ديوبل خبر له مخې ، دولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي  ددنمارک  دشاهي هيواد له سفير سره  دملي شورا  په مقر کې  دپيژندګلوي  کتنه وکړه .

  په دې کتنه کې دولسي جرګې رييس  ددنمارک  نوى سفير ته  دشه راغلاست او  دمبارکي  دويلو په ترڅ کې  له افغانستان سره ددغه هيواد دمرستو له امله قدرداني وکړه او ددواړو هيوادونو ترمنځ يې  دمتقابلو همکاريو دپراختيا غوښتنه وکړه .

   ښاغلي ابراهيمي دغه راز  دولسي جرګې  دکړو وړو په باب هم  معلومات ورکړ  او ددواړو هيوادونو دپارلمانونو ترمنځ يې داړيکو دلازياتې ژورتيا او پراختيا غوښتنه وکړه .

  ددنمارک دشاهي هيواد سفير  دولسي جرګې له رييس سره دکتنې له امله  دخوښي په څرګندولو سره  افغانستان   يو لرغوني  او بډاي فرهنګ لرونکي هيواد وباله  او ډاډ يې ورکړ  چې دخپل ماموريت په دوران کې  له افغانستان سره دخپل متبوع هيواد داړيکو دلازيات تينګښت او پراختيا په لاره کې له هيڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه ونه کړي .

 دغه راز ده  له  ٢٠١٤ کال وروسته  دولسي جرګې رييس ته  له افغانستان سره ددنمارک دمرستو  ددوام  ډاډ ورکړ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته