سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم دبدخشان دولايتي شورا له استازو عالمانو او مخورو سره وکتل

کابل باختر د لړم  اته ويشتمه
د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن ماښام د بدخشان  ولايت  له يو شمير مشرانو ، عالمانو ، روښانفکرانو، مخورو او دولايتي شورا له استازو سره په کتنه کې ، خلک  په هيواد کې دسياسي او اقتصادي نظام رغنده ځواکونه  وبلل  او په هيواد کې دازادو او په خپل وخت انتخاباتو د ترسره کولو ډاډ ورکړ .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې  چې دصدارت دکنفرانسونو په تالار کې وشوه او په هغې کې دبدخشان والي ډاکتر شاه ولي الله  اديب  هم برخه لرله  دبدخشان ولايت خلکو او مشرانو ته وويل  چې دهيواد پياوړي امنيتي ځواکونه چې ښې زده کړې يې کړي دي او سمبال شوي دي  په هيواد کې داوسني نظام دفاع کوي اوله افغانستان څخه  دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته  له خلکو سره کومه ويره او انديښنه  نشته .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  څرګنده کړه چې دافغانستان خلک دخپل جهاد او ملي مقاومت په بټي  کې  دزمانې د ازمايښت  څخه بريالى  او سرلوړې  راوتلي دي او په راتلونکي کې به هم له خنډونو او ستونزو سره  مبارزه وکړي . او ددې ځواکمني لري چې په خپله خپل ټول مسووليتونه  په  لاس کې واخلي .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال دبدخشان ولايت دمشرانو په غونډه کې دغه راز زياته کړه چې زموږ خلک په لوى خداى ( ج ) او په خپلو امنيتي ځواکونو په  تکيې سره په داسې حال کې چې هوډمن دي اوس او په راتلونکي کې  له خپلې لارې څخه  خنډونه او ستونزې  لري کړي  په ازادو اوشفافو انتخاباتو کې  دخپل ګران هيواد مشرتوب  انتخاب کړي .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز دبدخشان ولايت له مشرانو څخه وغوښتل  چې په خپلو سيمو کې دامنيت اوثبات عنصر ته زياته پاملرنه وکړي .
  ددغې کتنې په بهير کې دبدخشان  ولايت  دعالمانو شورا رييس   مفتي قاضي حفيظ الرحمن نقي دخبرو په ترڅ کې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت له  پروګرامونوسره دبدخشان ولايت دخلکو دملاتړ ډاډ ورکړ او وي ويل: ډادمن دى  هر هغه  مشرتوب چې زموږ په ګران هيواد کې دازادو انتخاباتو پربنسټ  رامنځته شي  په هغه کې به  دافغانستان دخلکو دجهاداو مقاومت کورنۍ هم  خپل څرګند رول ولوبوي .
ده  دخپلو خبرو په بهير کې په دغه ولايت کې په بيلابيلو برخو کې  يو شمير ستونزو ته  اشاره وکړه  اوزياته يې کړه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت  مشرتوب به  دغو ستونزو ته خاصه پاملرنه وکړي .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په دې اړوند ددغه ولايت خلکو ته  ډاډ ورکړ چې  غوښتنو ته به يې  پاملرنه وشي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته