ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت اعلاميه

کابل/ د تلې٢٢مه / باختر 
د عبدالغفور نديم لېسې د مدير د شهادت په اړوند د پوهنې وزارت اعلاميه
د پوهنې وزارت هغه ډار اچوونکي بريد چې د عبدالغفور نديم لېسې د مدير سيد ضياالدين ضيا د شهادت سبب شو؛ په کلکه وغانده.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د پوهنې وزارت په دې اړوند د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: د پوهنې له کارکوونکو سره دښمني له زده کړې، علم او معرفت سره دښمني ده. ناپېژاندو وسله والو کسانو د دغه شان ناوړه جنايت په ترسره کولو سره هېڅکله نه شي کولاى په هېوادکې د پوهنې ځلاند څراغ مړ کړي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د پوهنې کارکوونکو او د شهيد کورنۍ ته څرګندوي.
ناپېژاندو وسله والو کسانو نن سهار د عبدالغفور نديم لېسې مدير سيد ضيا الدين ضيا د دغې لېسې په وړاندې په ډزو سره شهيد کړ.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته