– پراګ/ آزادۍ راډيو/ دسلواغې دمياشتې٢٥نيټه :
طالبان وایي چې د سولې د روانو هڅو په ترڅ کې به له امریکایي پلاوي سره د راتلونکي دوشنبې په ورځ د پاکستان په پايتخت اسلاماباد کې وګوري.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل چې مرکچي پلاوي یې تر اوسه د خبرو بلنه نه ده ترلاسه کړې.
د آزادۍ راډيو په وينا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې وویل ؛ چې دواړه لوري به مخکې له دې چې د فبرورۍ په ۲۵مه په قطر کې غونډه وکړي، په اسلام آباد کې سره وګوري.
د طالبانو ویاند دغه راز ویلي چې مرکچي پلاوی به یې دغه راز په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري .
طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د یوه ګاونډي هېواد په توګه پاکستان کولای شي یوه جوړجاړي ته په رسېدو کې کلیدي رول ولوبوي .
ښاغلي خلیلزاد او د طالبانو استازیو دواړوپه تيرو ترسره شویوخبروکې د پرمختګونو خبر ورکړی خو امریکایي چارواکو پهدې اړه له احتیاط څخه کار اخېستی او ویلي یې دي چې یوې وروستۍ موافقې ته تر رسېدو پورې ډېر کارونه شته چې باید ترسره شي. ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد او ورسره پلاوی یې شپږو هېوادونو ته د روان سفر په ترڅ کې پاکستان ته هم ولاړ شي.
پهدغه سفر کې چې د روانې میلادي میاشتې تر ۲۸مې دوام کوي، امریکایي پلاوی بلجیم، آلمان ، ترکیې، قطر او افغانستان ته هم ځي.
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل