امنیت

پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين دکونړ ولايت په نور ګل ولسوالۍ کې     ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال مخالفين دنورګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې   دکونړ _ ننګرهار  دلويې لارې په امنيتي پوستوله بريد وروسته ووژل شول.
په دغې ساحې دوسله والو طالبانو بريد ددغې لويې لارې دامنيت دګډوډولو په مقصد ترسره شول چې دهېواد دامنيتي ځواکونوله خوا له غاښ ماتونکي ځواب سره مخامخ شول.
په دې جګړه کې ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول چې دڅلورو تنو مړي په سيمه کې پاتې دى.
دغه راز په دې جګړه کې  پنځه تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته