کابل باختر دليندي شپږمه
وسله والو طالبانو يوقومي مشر په هلمند ولايت کې شهيد کړ .
دهلمند د والي ويندوى عمر ځواک باختر آژانس ته وويل چې يو قومي مشر عبدالستار د وسله والو طالبانو له خوا د لښکرګاه ښار د کباړي واټ په ساحه کې په ډزو سره ووژل شو .
خبرځاى زياته کړه چې د دغې پيښې وروسته دپيښې عاملين له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي دي.
ځواک وويل چې د پيښې د عاملينو د نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
6 د یوې دقیقې څخه لږ