امنیت

اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

_ کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٦ :
اتلس تنه وسله وال طالبان پرون دامنيتي ځواکونوله خوا دعملياتو په بهيرکې                ووژل شول.
د کورنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس  ته  خبر  ورکړ :
امنيتي ځواکونو  دلغمان،  قندهار ، ميدان وردګو او دغور دولايتونو په مربوطاتو کې  فعاليتونه ترسره کړل  چې  له امله يې  اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اويو تن بل ټپي شو اوپه دغو فعاليتونو کې  يوه اندازه سپک او درانده  جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز پوليسو  دفراه ولايت  په  مربوطاتو کې  دامنيتي ګزمې په بهيرکې يوه اندازه  چاوديدونکي توکي کشف اوشنډکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته