امنیت

دبدخشان په وردوج کې دطالبانو په پټنځايونو د عملياتو پيل

کابل  باختردکب  دمياشتې  ١٩ :
افغان پوځيانو دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو په پټنځايونو   عمليات پيل کړل .
دغه عمليات پرون دوردوج ولسوالۍ  په ځينو سيمو په تيره بيا په يخ شيره سيمي چې ويل کيږي دجګړه مارانو  دفعاليت په مرکز بدله شوې ده پيل شوي دي او دوام لري .
ديخ شيره سيمه هغه ځاى دى  چې دتيرې اوونۍ په بهيرکې وسله والوطالبانو له بريد  او ددرې ويشتو تنو افغان پوځيانو له نيولو وروسته څه ناڅه  شپاړلس تنه يې ووژل  .
دبدخشان ولايت دوردوج ولسوال دوست محمد خاور باختراژانس ته وويل  چې په دغو عملياتو کې دملي اردو اوپوليسو په لسګونو  تنه پوځيان ګډون لري.
ددغه سيمه ييز مقام دڅرگندونوله مخې ددغو پوځي عملياتو هدف په دغه ځاى په هغه ځاى کې  دوسله والو طالبانو دشتون اودتروريستي فعاليتونو پاى ته رسول دي چې څه ناڅه په تيرو دريو کلونو کې دوردوج ولسوالۍ په ټولو سيمو  او دهغې په ګاونډيو سيمو کې دبدامني  عامل و .
تراوسه پوري  ددغو عملياتو په بهيرکې  وسله والو طالبانو او افغان پوځيانو ته دسر اوښتو زيانونو دشمير په باب کوم  خبرنه دى ترلاسه شوي خو دسيمې  ځينو اوسيدونکو له باختراژانس سره په خبرو  کې ويلي دي چې  ددغو عملياتو په بهير په تيره بيا تيره شپه  وسله وال طالبانو ته دسردرند زيان اوښتي دي.
درارسيدلو خبرونوله مخې  په وردوج ولسوالۍ کې سختو اورښتونه ددغو پوځي عملياتو سختوالې تريوې اندازي پوري کم کړي دي  خوسيمه ييز مقامات وايي چې دهوا دحالاتو له ښه والې وروسته به دوى دوسله والو طالبانو دنيولو اودهغوى دمرکزونو ددړې وړې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په داسې حال کې چې په وردوج کې په وسله والو طالبانو پوځي عمليات دوام لري دسيمې اوسيدونکې ددغو عملياتو په بهيرکې ملکي وګړو ته دسردرسيدلو زيانونواومالي  تاوانونو داحتمال له امله ويره لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته