امنیت

دملي امنيت دادارې منسوبينو شپږ تنه په کابل کې ونيول .

کابل باختر د وري څلور ويشتمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو  يوه څلور کسيز ډله  وسله وال غله  په کابل ښار کې ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دملي امنيت دلوى رياست موظفينو  د يولړ عملياتو په ترسره کولو سره دکابل ښار دبيلابيلو ناحيو اوسيدونکي دفواد ، محمد شريف ، حشمت الله او په شمس  او دينک مشهور  دشمس الدين په نومونو څلور تنه وسله وال غله چې په کابل ښار کې په وسله والې غلا بوخت و له يوکلاشينکوف او دوه تومانچو سره نيولي دي .
غلو په خپل جرم اعتراف کړى دى  او څرګنده کړې يې ده چې څه موده مخکې دبګراميو ولسوالۍ داوسيدونکي عبداللطيف  له کور څخه يوکلاشينکوف او يوه اندازه ګاڼه او نغدې پيسې  غلا کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته