امنیت

څلور ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
څلور ديرش تنه وسله وال طالبان په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ،  امنيتي ځواکونو دبغلان ، سرپل ، بلخ ، ارزګان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  يو لړ امنيتي  فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې څلور ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه يې ټپپيان شول او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دتخار ، خوست او دپکتيا دولايتونو په مربوطاتو کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته