سیاست

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د آذربايجان له مقاماتوسره په کتنه د ترانزيتي همکاريو د پراختيا په باب خبرې وکړې

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير چې د يو رسمي سفر لپاره آذربايجان ته تللى دى؛ ددغه هيواد له جګپوړومقاماتو سره ليدنې کتنې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ضرار احمدعثماني چې د دوه ورځني  کاري سفر لپاره آذربايجان ته تللى دى؛ پرون يې د دغه هيواد له جمهور رييس  الهام علي اوف، د بهرنيو چارو له وزير المريار محمد اوف، د بيړنيو حالاتو له وزير کمال الدين حيدراوف، دښوونې او روزنې له وزيرميکايل کبراوف، دکورنيو چارو له وزير رامل يوسوبوف او د اقتصادي پرمختيا له وزير شاهين مصطفى اوف سره د آذربايجان په پايتخت باکو ښارکې په جلا جلا توګه وکتل.
په دغوکتنوکې له سياسي کچې څخه د دوه اړخيزو اقتصادي، تجارتي، ترانزيتي او فرهنګي همکاريو ترکچې پورې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په يوبل هيوادونوکې د افغانستان او آذربايجان د سوداګرو له خوا د پاملرنې لپاره  د زمينې د برابرولو، د ترکمنستان، آذربايجان اوګرجستان له لارې د افغانستان او د تورسمندرګي ترمنځ د ترانزيتي تګلورى د جوړولو او د ګډوګټو او د دواړو هيوادونو ترمنځ  د باور د فضا دلازيات ټينګښت په مقصد په دواړوهيوادونوکې له شتوظرفيتونوڅخه د استفادې په ګډون د دواړو لورو د علاقې وړ بېلابېلو موضوعګانو په باب مفصلې او اوږدې خبرې وشوې.
په دغو کتنوکې د آذربايجان جمهوريت مقاماتوباکو ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير سفر ارزښتناک وباله او دغه سفر يې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د لازيات ټينګښت او ژورتيا په لاره کې ګټور وباله .
د آذربايجان له جمهور رييس سره په کتنه کې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان  د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس تاوده سلامونه او ښې هيلې د آذربايجان جمهور رييس ته ورسولې او افغاني هيئت ته د آذربايجان جمهوريت د تاوده هرکلي، بلنې او کوربه توب له امله د مننې دڅرګندونوپه ترڅ کې او د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو تاريخي لرغونتيا ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د آذربايجان جمهوريت د دوست او ورور هيواد په توګه دافغانستان دولت او خلکو ته ځانګړى ځاى لري او موږ په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو په چوکاټ کې د آذربايجان د ځواکونو په شتون سره ددغه هيواد امنيتي همکاريو ته د قدر په سترګه ګورو.
ده دغه راز زياته کړه: د افغانستان اسلامي جمهوريت په اقتصادي، تجارتي، ترانزيتي او فرهنګي ساحوکې له آذربايجان جمهوريت سره د دوه اړخيزو همکاريو د زياتوالي غوښتنه کوي چې آذربايجان ته زما د دغه سفر يوستر هدف د ترکمنستان، آذربايجان او ګرجستان له لارې د افغانستان او د تور سمندرګي ترمنځ د ترانزيتي تګلوري د جوړولو په باب ددغه هيواد له مقاماتو سره خبرې دي. ددغه ترانزيتي تګلوري په جوړيدو سره نه يوازې افغانستان تور سمندرګي ته  لاره پيداکوي؛ بلکې دغه هيوادونه به دافغانستان له لارې د يو ترانزيتي دهليز په توګه د آسيا د جنوب او جنوب ختيځ له هيوادونو او له تاجکستان او چين سره ونښلول شي. ځکه ټاکل شوې ده افغانستان په راتلونکى مياشت کې د ايران او هندله هيوادونوسره د چابهار  بندر درې اړخيز موافقه ليک لاسليک کړي او له دې  لارې  له هند سره ونښلول شي او دغه راز تاجکستان او چين له هيوادونوسره کارکوو چې افغانستان د تاجکستان له لارې له چين سره ترانزيتي تګلوري جوړ کړي.
د افغانستان او د تور سمندرګي ترمنځ د ترانزيتي تګلوري د جوړولو د پروژې په عملي کيدو سره د هيوادونو اقتصادي ګټې هم لاپسي پيوند خوري چې دا کاربه د هيوادونو ترمنځ د باور دفضا د ښه والى او په سيمه کې د ثبات دټينګښت سبب شي .
په مقابل کې د آذربايجان جمهور رييس د دواړو هيوادونو ترمنځ سياسي اړيکې په لوړه کچه کې وبللې او ويې ويل: موږ له دوست او ورور هيواد، د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره زيات تاريخي مشترکات لرو او دغو دواړوهيوادونو نه يوازې په نړيوالو کچو د يوبل بشپړ ملاتړکړى دى؛ بلکې زموږ د دوه اړخيزو اړيکو په کچه د يوبل په وړاندې د دغو دواړو هيوادونوښه نيت هم په ډاګه مشهود دى.
موږ په نړيوالو ټولنوکې د آذربايجان له دريځ سره د افغانستان د دايمي ملاتړله امله مننه کوو او لازمه بولو چې د دغو دواړو هيوادونوترمنځ اړيکې او همکارۍ نه يوازې په سياسي کچه کې بلکې په اقتصادي ساحوکې هم زياتوالي ومومي چې په دغو دواړوهيوادونوکې له اوسنيو ظرفيتونوڅخه په دوه اړخيزه توګه زياته استفاده وشي. موږ د يوې مهمې سيمه ئيزې پرژې په توګه د افغانستان او د تور سمندرګي  ترمنځ د ترانزيتي تګلوري د جوړولو د پروژې ملاتړکوو. د آذربايجان جمهوريت د بهرنيوچارو، د بيړنيو حالاتو، ښوونې او روزنې، کورنيوچارو او ددغه هيواد  د اقتصادي پرمختيا له وزيرانو سره د افغانستان د بهرنيوچارو د وزير په جلاجلا  کتنوکې هم د دواړو لورو د علاقې وړ موضوعګانو په باب هراړخيزې خبرې وشوې.
ددغوکتنو په نتيجه کې پانګې اچونې او په دغو دواړو هيوادونوکې له ګډو اقتصادي، تجارتي او ترانزيتي ظرفيتونو څخه د استفادې او د دوه اړخيزو نظامي، امنيتي، تعليمي، تحصيلي او فرهنګي همکاريو په لاره کې د دوه اړخيزو همکاريو دپراختيا په لاره کې د عملي کارونو د پيلولو په باب موافقه وشوه .
په دغو جلاجلاکتنوکې د افغانستان دبهرنيو چارو وزير وړانديز وکړ چې د آذربايجان جمهوريت سره دې د افغانستان، ترکمنستان، آذربايجان اودګرجستان ترمنځ د بهرنيو ارو د وزيرانو په کچه يوه څلور اړخيزه غونډه جوړه شي چې د افغانستان او د تور سمندرګي ترمنځ د ترانزيتي تګلوري د جوړولوپه باب ديوڅلور اړخيز موافقه ليک د لاسليک کولو په باره کې خبرې وشي.
ده دغه راز وړانديز وکړ چې دافغانستان او آذربايجان ترمنځ دې يو بين الحکومتي کميسيون جوړ شي چې د دغو هيوادونو ترمنځ په بېلابېلوساحوکې د همکاريو لپاره يو مشخص چوکاټ وټاکي او د هغه له مخې په عملي اقداماتو لاس پورې کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير وړانديزونه د آذربايجان جمهوريت د جمهور رييس او د دغه هيواد د نورو مقاماتو له خوا په جلا جلا توګه تاييد شول اوهرکلى يې وشو.
د آذربايجان لوري ژمنه وکړه چې په دغو برخوکې به له افغان مقاماتو سره عملي کارونه پيل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته