ټولنه

په پنجشير کې دنري رنځ دپيښې دموندلو لپاره پروګرام جوړ شو.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٢
په پنجشير ولايت کې دماشومانو ترمنځ دنري رنځ دناروغۍ دپيښو دموندلو لپاره نن روزنيز پروګرام جوړ شو.
دغه پروګرام دادا  موسسې له خوا دعامې روغتيا له وزارت سره په همغږۍ د دريو ورځو لپاره په دغه ولايت کې پيل شوى دى .
دادا موسسې مسول ډاکتر خالدايزديار وويل: په دغه پروګرام کې ديارلسو تنو چې دماشومانو دناروغيو متخصص او سوپر ويزران دي ګډون کړى دى .
خالد زياته کړه :دغه پروګرام يواځې دماشومانو دنري رنځ دناروغۍ دپيژندلو په برخه کې جوړ شوى دى .
دادا موسسې مسوول څرګنده کړه : ددغه پروګرام برخه وال به له پروګرام څخه وروسته دپنجشير ولايت په مرکز او ولسواليو کې دنري رنځ په ناروغى داخته ماشومانو دپيژندلو او موندلو لپاره وګومارل شي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دنري رنځ د ناروغى دنښو نښانو پيژندنه ، عمومي معلومات او درملنه له هغو مواردو څخه دي چې په دغو دريو ورځو کې په دغه پروګرام کې برخه والو ته لوست ورکول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته