ټولنه

په کونړ کې ۵۰۰ زره نیالګي کېنول کېږي

کابل / د سلواغې ۱۷ مه / باختر
په کونړ کې سږکال دوه میلیونه ۹۹ زره نیالګي روزل شوي، چې ۵۰۰ زره به ترې د دغه ولایت د سرسبزۍ لپاره په مرکز او ولسوالیو کې کېنول شي.
د کونړ د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې نن یې په دغه ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپیان پیل کړی چې په ترڅ کې به یې په مرکز او ولسوالیو کې ۵۰۰ زره نیالګي کېنول شي.
د کونړ والي مولوي محمد قاسم وايي چې د ځنګلونو بیا احیا کولو لپاره غښتلی هوډ لري او هڅه به وکړي، چې د ادارو او خلکو په ګډه همکارۍ د بڼوالۍ او نیالګیو روزلو دود تقویه او د خلکو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عزت الله هدایت وایي چې کونړ د نیالګیو روزلو لپاره مناسب اقلیم لري، چې سږ کال په دولتي او خصوصي قوریو کې دوه میلیونه ۹۹ زره نیالګي روزل شوي چې څه د پاسه یونیم میلیون نیالګي ترې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو بڼوالانو پېرلي او دغه لړۍ دوام لري.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته