بيجينګ سينهوا باختر د ليندۍ دمياشتې ١٩ :
د حکومتي اقتصادي پلان جوړونې اوسياست جوړونې د ډير لوړ مقام دملي پرمختيا اواصلاحاتو دکميسيون پخوانى مرستيال دشپږمليونو ډالرو بډې دترلاسه کولو په اړوند مجرم پيژندل شوى او په ابدي بندمحکوم شوى دى .
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ :
ليوتينان چې دچين دولسي جمهوريت په حکومتي تشکيلاتو کې يې دوزارت انډول مقام درلود ، تيرکال له خپلې دندې څخه ګوښه او ترقانوني څارنې لاندې ونيول شو.
دمحکمې قاضي دليوتينان دحکم دصادرولو په وخت کې وويل چې تورن دکارګرانو عزت او حقوق ترپښولاندې کړي دي .
دمحکمې څارنوال وويل چې تورن زياته همکاري کړې ده او لازم اطلاعات او
شواهد يې دمحکمې په واک کې ورکړي دي اوپه دې ترتيب دمجازاتو دتخفيف مستحق دى .
په احتمالي ډول له دغې لاسوهنې پرته ، ليوتينان په اعدام محکوميده.
0 1 دقیقه لوستل