کابل باخترد لړم د مياشتې ١ :
د ملي دفاع وزارت د ننګرهار ولايت په پچيرو آګام ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو د هوايي بريد له امله د داعش د٥٤ تنو غړو د وژل کيدو خبر ورکړ.
داعشيانو پرون د پچيراوآګام ولسوالۍ په بر پچيرکې د وګړني پاڅون کوونکو په پوستو بريدونه وکړل چې دغه بريدونه د وګړني پاڅون کوونکو له مقاومت سره مخامخ شول او هوايي ځواکونو د امنيتي پوستو په ملاتړ د پچيروآګام ولسوالۍ په مربوطاتوکې د داعش په ډلې هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې ٥٤ تنه داعشيان ووژل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ