کابل باختر د ثور اتمه
ملي پوليسو پرون دهيواد په ځينو ولايتونوکې په څو ګډو عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل او شپږ تنه نور يي ونيول .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته وويل ملي پوليسو له ملي اردو او ائتلاف ځواکونوسره په همکاري کې په شپږو هغو ګډو تصفيوي عملياتو کې چې دنورستان ، سرپل ، کندهار ، هلمند ، زابل او ميدان وردګو ولايتونو په مربوطاتو کې يي ترسره کړل دوه تنه وسله وال طالبان ووژل او شپږ تنه نور يي ونيول .
خبرحاى زياته کړه په دغو عملياتو کې شپږ ميله ډول ډول وسلې دوه مخابرې ، ددرندو وسلو ٢٨ ګولۍ ، دسپکو وسلو څلور سوه نولس ګولۍ ، دوسايطو ضد دوه ماينونه ، پنځه لاسي بمونه ، لس کيلوګرامه نشه يي توکي اوڅلور موټرسايکلونه هم دملي پوليسو لاس ته ورغلي دي .