ښوونه او روزنه

پکتيکا په نږدي راتلونکي کې په معياري او سترو تاسيساتو سره ديو پوهنتون خاوند کيږي .

کابل باختر  د ثور اتمه

 دلومړۍ  ځل لپاره په پکتيکا ولايت کې  په نړيوالو ستندردونو او تاسيساتو سره  يو دولتي پوهنتون  جوړيږي .

 سيمه ئيز  مسوولين وايي دوي اوس ددغه پوهنتون د تاسيساتو  دجوړولو په مقدماتي کارونو بوخت دي .

 درارسيدلو خبرونو له مخې ددغه پوهنتون  تاسيسات به  دپنځه  سوه جريبه ځمکي په ساحه کې دپکتيکا ولايت دمرکز ښرنې ښار ته څيرمه جوړ شي .

  دپکتيکا والي محب الله  صميم باختر اژانس ته وويل  چې ددغه پوهنتون  جوړولو ته د نړيوالې ټولنې له خوا يو نيم مليونه   ډالره  ځانګړي  شوي دي .

 دپکتيکادوالي دڅرګندونو له مخې په دغه پوهنتون کې په افغانستان کې  دمروجو پوهنځيو  ټولنې څانګي  په پام کې  نيول شوي دي  کتابتون ، شنه ساحه او نور اکادميک  تاسيسات به په  دغه پوهنتون  کې جوړ شي .

محب  الله صميم  دښرنې ښار په دارالعلوم  کې ددغه پوهنتون د پرانستلو په مراسمو کې وويل په نږدي راتلونکي کې  به دښرنې ښار دښاري ماستر پلان له مخې  ددغه پوهنتون  دجوړولو کار پيل شي .

 دپکتيکا  ولايت لپاره دپوهنتون جوړول په دې وروستيو وختو کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا  منظور شوي خو دغه پوهنتون  به دتاسيساتو  دنه لرلو په نسبت  په لنډ مهال توګه دښوونې او روزنې پوهنځي په لرلو  سره دښرنې ښار ددارالعلوم  په ودانۍ کې  فعاليت وکړې .

  دپکتيکا والي وايي  دى به ددغه  پوهنتون په پرانستلو  سره هلې ځلې وکړې چې  دنويو تاسيساتو  دجوړولو دکار په پيل سره دټولو پوهنځيو دجوړولو زمينه برابره کړي .

 اوس دپکتيکا  ولايت په زرګونو  ځوانان په دغه ولايت کې دپوهنتون دنشتوالي له امله  ياد نورو  ولايتونو په پوهنتونونوکې تحصيل کوي  اويا په دولسم ټولګي بسنه  کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته