قندهار باختر د چنګاښ د میاشتې ۵ مه
د هېواد په جنوبي ولایت قندهار کې د ۲۳ تنو شهیدانو له کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
ځايي چارواکي وايي چې دغه مرسته د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له خوا د هغو شهیدانو له کورنیو سره کېږي چې د روژې په میاشت کې یې په یوه تروریستي پېښه کې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړل.
په ټولنیزو چارو کې د قندهار د والي مرستیال حاجی اغالالي (دستګیری) د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه مرستې به له هغو کورنیو سره دوام ولری کومو کورنیو چې د اسلام او هېواد د دښمنانو د تروریستي بریدونو له ا مله د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي.
د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار آمر فضل الباری شمسي بیا وویل چې؛ د زون په سطحه د شهیدانو کورنیو سره د مرستې کولو ۵ کلنه پروژه په لاس کې لري چې له مخې به یې د دغو کورنیو سره نورې مرستې هم وکړئ.پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل