کابل/ د کب ١٢ مه/ باختر
د ملي اردو ځواکونو په ننګرهارکې پر سلګونو جګړه ځپلو کورنیو مرستې ووېشلې.
دغه کورنۍ په خپلو سيموکې د ډار اچوونکو فعاليتونو له امله بېځايه شوې او اوس د ننګرهار په بېلابېلو سيموکې شپې سبا کوي.
د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې دوره کې له نږدې ۳۰۰ جګړه ځپلو کورنيو سره يې د وريجو، اوړو، غوړيو، بورې او د چايو مرسته کړې ده.
هغه کورنۍ چې دغه مرسته يې ترلاسه کړې ده؛ وايي چې د کور نشتوالى د دوى اساسي ستونزه ده.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ