سیاست

دلغمان ولايت دکرنې رئيس داختلاس په تور ونيول شو

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٣  :
دلغمان ولايت دکرنې او اوبولګولو  رئيس نن داختلاس په تور ونيول شو.
په محمداسماعيل دولت زي په اختلاس  او دخپلې نسبتي دوسيې دپاڼو دايستلو تور لګول شوى دى.
دلغمان ولايت  يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل چې ښاغلى دولت زى دڅارنوالۍ  په لارښوونه  دامنيتي مامورينو له خوا نيول شوى دى.
ده په اختلاس کې دلغمان ولايت دکرنې او اوبولګولو درئيس لاس لرل تائيدکړل.
په دغه سيمه ييز مسوول   له زياتې مودې  را په دې خوا دفسادتور لګول شوى   و  اويو ځل هم څارنوالۍ په دې باره کې څيړنې کړې دي .
ويل کيږي چې ده  دپلټنې په بهيرکې ځينې شواهد اوسندونه چې داختلاس په قضيه کې دده  تورنوالى ثابتوي ، ايستلي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته