ښوونه او روزنه

په غزني ننګرهار او کاپيسا کې وسله والو طالبانو ته دسرزيان واوښت .

کابل باختر د ثور پنځمه :

دغزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې وسله والو طالبانو دډلې ديو مشهور قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دغزني ولايت دمقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو  په  چاڼيزو عملياتو کې په طيب خان مشهور ، امير محمد په نامه ددغې ډلې ديوقوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  څلور تنه نور طالبان  ټپيان شول .

دغه راز دانصار په نامه دملي اردو دځواکونوپه هغو چاڼيزو عملياتو کې چې دننګرهار ولايت دمومن درې ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ترسره شول دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دڅلورو تنو قوماندانانوپه ګډون پنځه تنه نور يې ټپيان شول .

دغه راز  دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ددريو تنوبهرنيو  اتباعو په ګډون اته تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .

ديوبل خبر له مخې دوسايطو ضد دوه پنځوس ماينونه دهيواد په بيلابيلو سيموکې دملي اردو دځواکونو دامنيتي فعاليتونو په بهير کې  کشف او شنډ کړى شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته