ټولنه

د پکتیا ولایت د مقام د اداري کمپلکس د ودانۍ د جوړولو چارې پېل شوې

ګردیز /باختر/ د غويي د میاشتې ۳ مه
په ۱۳۲۰ متره مربع ځمکه کې د پکتیا د ولایتي ادارې لپاره د ودانۍ د رغولو عملي چارې پيل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې دغه ودانۍ د ښار جوړونې وزارت په مالي لګښت رغول کېږي چې ۳۰ اداري خونې، د غونډو او کنفرانسونو دوه لوی تالارونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې یاده ودانۍ د څه د دپاسه ۴۴ میلیونو افغانیو په لګښت جوړیږي چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته