امنیت

په هرات ولايت کې ديو لړ چاودنو مخه ونيول شوه .

کابل  باختر د زمري  نهمه :
په هرات ولايت کې ديولړ چاودنو  مخه ونيول شوه .
درارسيدلو خبرونوله مخې، امنيتي مامورينو نن سهار درې ماينونه  دګذرې ولسوالۍ په ګن ميشتو لارو کې کشف او شنډ کړل
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې دغه ماينونه دسيمې داوسيدونکو په همکارۍ او دامنيتي  مامورينو له خوا کشف او شنډ کړى شول .
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ښخونې عامل وباله او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته