سیاست

جمهور رئيس کرزي د شانګهاي په ښار کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکي مون سره وکتل

کابل باختر د غبرګولي لومړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي پرون مازدیګرپه سيمه ييزوخت د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکي مون سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې د چین په شانګهای ښار کې تر سره شوه، بانکي مون د جمهوري ریاست د لومړي پړاو د انتخاباتو د بريالي ترسره کېدو له امله خوښي څرګنده کړه او هیله یې وکړه چې دويم پړاو به هم په بریالۍ او شفافه توګه ترسره شي.
دغه راز په دې کتنه کې دواړو خواوو، د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه هم خبرې وکړې، بانکي مون څرګنده کړه چې دغه سازمان به په افغانستان کې اجتماعي او اقتصادي برخو کې د مرستو لپاره فعال پاتې شي.
جمهور رئیس حامد کرزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مثبتو کارونو ستاینه وکړه او ددغه سازمان له سرمنشي څخه یې په خاصه توګه مننه وکړه چې له افغانستان سره یې تل په علاقمندۍ همکاري کړې ده.
د هېواد جمهور رئیس د جمهوري ریاست د دويم پړاو انتخاباتو په اړه وویل، تر هغه ځایه چې په افغاني لوري پورې اړه لري، دا ځل به هم انتخابات په بشپړه توګه آزاد او شفاف تر سره شي او افغانان به هم د په خوا په څېر په پوره ډول پکې ګډون وکړي.
جمهور رئیس د ملګرو ملتونو سرمنشي ته بلنه ورکړه چې د راتلوونکي منتخب جمهور رئیس د لوړې په مراسمو کې یا دی پخپله او یا یې یو لوړ پوړی استازی ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته