امنیت

نهه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه : نهه تنه وسله وال مخالفين تېره شپه په ميدان وردګو ولايت ګې ووژل شول. د ٣٠٢ تندرقول اردو وياند ډګرفضل خدا ابراهيم خيل باخترآژنس ته وويل: دغه وسله وال مخالفين دميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دغې قول اردو له ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول . ده زياته کړه: په دې جګړه کې شپږ تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان او شپږ ماينونه چې د وسله والو مخالفينوله خوا په دغې ولسوالۍ کې ښخ کړاى شوي و، کشف او شنډ کړاى شول. ديوبل خبرله مخې: څلور تنه وسله وال مخالفين دپکتيا او پکتيکا په ولايتونوکې ووژل شول. د ٢٠٣ تندرقول اردو وياند وويل ؛ دغه وسله وال مخالفين د زرملې او متاخان دولسواليوپه مربوطاتوکې دايتلاف دځواکونوپه هوايي بريد کې ووژل شول او د وسله والو مخالفينو دوه موټر سايکلونه هم له منځه وړل شوي دي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته