کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
په قندهار ولايت کې دوسله والو طالبانو دبريد له امله يوه ښځينه پوليسه ټپي شوه او زوى يې ووژل شو .
دغه پيښه نن سهار دشپږو بجو په شاوخوا کې دقندهار ښار دحاجي عرب په سيمه کې هغه وخت وشوه چې طالبانو ددغې ښځينه پوليسې دسپرلۍ پرموټرسايکل ډزې وکړې .
دغه پوليسه راضيه نوميږي او د ډنډ په ولسوالۍ کې دنده ترسره کوي.
د ډنډ ولسوالۍ يو سيمه ئيزمسوول باخترآژانس ته وويل: راضيې په داسې حال کې چې له خپل زوى سره د ډنډولسوالۍ ته روانه وه؛ د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو او ټپي شوه .
په همدې حال کې د قندهار ښار د ميوند روغتون يومسوول وايي چې په دې پيښه کې د دغې ښځينه پوليسې ځوان زوى ووژل شو او دې په خپله ټپي شوې ده .
ده ددغې ښځينه پوليسې روغتيايي حالت خراب وباله او ويې ويل چې دغه پوليسه په سرکې په ژوره توګه ټپي شوې ده .
طالبانو پخوا په قندهار ولايت کې دوه ښځينه پوليسانې وژلې وې.
0 1 دقیقه لوستل