ټولنه

په پکتیکا کې یوې مور پنځه ماشومان زیږولي دي

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۱۳ مه
د پکتیکا ولایت د ښرنې ملکي روغتون مسؤلین وايي چې په لومړي ځل په دغه ولايت کې یوې مور پنځه ماشومان په یو وار زیږولي، چې دوه یې لوڼې او درې یې زامن دي.
روغتیايي چارواکي وايي چې دغه زېږون د حاملګۍ په اوومه میاشت کې رامنځ ته شوی، چې په خبره یې د ټولو ماشومانو او مور روغتیايي وضیعیت ښه دی.
د ښرنې ملکي روغتون مشر ډاکتر چنارګل صدیقي باختر اژانس ته وويل چې دغه روغتون ته له جاني خيل ولسوالۍ څخه یوه میرمن راوړل شوه چې د حاملګۍ په اوومه میاشت کې یې په یو ځل پنځه ماشومان وزېږول.
د هغه په خبره چې د ولایتي روغتون ډاکترانو او نور پرسونل په دې برخه کې پوره هلې ځلي وکړي چې په نیتجه یې دغه زیږون له عملیاتو پرته په عادي ډول تر سره شو او د پنځوواړو ماشومانو او مور روغتیایې حالت ښه دی.
د روغتون مسوولين زیاتوي چې د دغې میرمن اقتصادي حالت ښه نه دى، خو دوی به د پینځه واړه ماشومانو او د دغې میرمنې روغتیا ته ځانکړې پاملرنه کوي.
هیره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم په مرکز ښرنه کې یوي میرمني په یو ځل څلور ماشومان زيږولي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته