امنیت

د دريو تنو داعشيانو په ګډون ٢٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر  دسلواغې  پنځه ويشتمه :
په هېوادکې د دريو تنو داعشيانو په ګډون ٢٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي:
په تيرو څلورويشتو ساعتوکې ملي دفاع او امنيتي ځواکونو د هېواد په بيلابيلوسيمو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د دريو تنو داعشيانو په ګډون ٢٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ څلويښت تنه ټپيان او ديارلس تنه نور د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور ونيول شول .
دغه عمليات د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپيسا، روزګان، زابل، هرات، فارياب، بدخشان، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول .
د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ په مربوطاتوکې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څوارلس تنه نوريې ټپيان شول .
دغه راز د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٣ تنه نوريې ټپيان شول او دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې شپږ تنه د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته