امنیت

په قندهار کې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى

٢٥- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
قندهار تېره شپه هم د افغان ځواکونواو د طالبانو په ډلې پورې د تړلو يرغلګرو ترمنځ د سختو جګړو ډګر و.
په جګړو کې ٢٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شول.
په وژل شويو کسانو کې د طالبانو د ډلې ٣ سرګروپان او٧ تنه پاکستاني جګړه ماران شامل دي .
د رارسېدلوخبرونوله مخې؛ وسله وال طالبان د ارغنداب او د ژيړۍ د ولسواليو په مربوطاتوکې راټول شوي و چې د افغان ځواکونو پرپوستو يرغل وکړي خو د هېواد د هوايي او ځمکنيو ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
د هېواد په جنوب کې يو جګپوړى پوځي مقام باختراژانس ته وويل چې په دفو جګړو کې ٢٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شول.
هغه تاييد کړ چې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو د ډلې ٣ سرګروپان او ٧ پاکستاني جګړه ماران شامل دي .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ امنيتي ځواکونو د قندهار له ګڼ مېشتولارو څخه د ٢٢ ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
د دغوماينونود ښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته