روغتیا

په لسګونو کيلوګرامه بې کيفته خوراکي توکي له پلورنځيو څخه راټول شول .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
په تيرو لسو ورځوکې کابو ديرش  کيلوګرامه خوراکي  بې کيفته  توکي دهرات ولايت دعامې روغتيا رياست له خوا ددغه ښار له بيلابيلو ساحو څخه راټول کړى شوي دي .
په دغو توکو کې  ډول ډول نوشابې او بسکيتونه شته چې د هرات ښار دفرقې ، بهزاد واټ او دمخابرات  واټ له سيمو څخه راټول شوي دي .
دهرات ولايت دعامې روغتيا رياست دسيمه ئيز  روغتيا آمر ډاکتر  رازي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو توکو لسګونو تنو پلورونکو ته روغتيايي  تبليغات ترسره شوي دي او له هغوى څخه دبې کيفته  خوراکي توکو دپلورنې  دمخنيوي په لاره کې  په ليکلي  ډول ژمنه اخستل شوې ده .
ده وويل چې دبې کيفته او فاسدو شويو خوراکي توکو کارول  دناروغيو په تيره بيا دمسموميتونو يومهم عامل بلل کيږي  .
ډاکتر رازي  پلورونکو ته دبې کيفته او تير تاريخ توکو د پلورنې په نسبت خبر دارى ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته