امنیت

جنرال جان الن: وروسته له دې به د ناټو ځواکونه د استوګنې پر سیمو او د خلکو پر کورونو هوایي بمبارۍ نه کوي

کابل باخترد جوزا دمياشتي٢٠ نيټه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي چې د قندهار او لوګر د پېښو له امله یې چین ته خپل سفر لنډ کړ، تېره شپه وطن ته راورسيد، نن یې ارګ ته وروسته له هغه د ناټو جنرال جان الن او د امریکا د متحده ایالاتو سفیر راوغوښتل چې د لوګر د بره کي برک د بمبارۍ د شهیدانو د خپلوانو، د سیمې د مشرانو او د دولتي مؤظف هیئت رپوټ یې د نوموړې سیمې د بمبارۍ او ملکي تلفاتو په هکله واوريد.

د هېواد جمهور رئیس د ناټو عمومي قوماندان جان الن او د امریکا سفیر ته وویل چې د ستراتیژیکو همکاریو د تړون تر لاسلیک کېدو وروسته دا څووم وار دی چې د عامو افغانانو پر کلیو او کورونو بمبارۍ کېږي او په ترڅ کې یې ملکي خلکو ته د ښځو او ماشومانو په ګډون مرګ ژوبله اوړي.

 د هېواد جمهور رئیس وویل چې دا ډول عملیات د ستراتیژیکو همکاریو د تړون د متن او روحیې سره مخالف عمل دی او افغانستان یې بندېدل غواړي، ځکه چې افغانانو له امریکا سره ستراتیژیک تړون په دې شرط او په دې امید قبول کړ چې نور به یې کور او کلی امن وي.

 په مقابل کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان آلن یو ځل بیا د افغانستان له خلکو او جمهور رئیس نه د بره کی برک د بمبارۍ او په هغو کې د ملکي خلکو د وژل کېدو له امله په رسمې ډول معذرت وغوښت او د جمهور رئیس د غوښتنې سره په موافقه کې یې کلک تعهد وکړ چې وروسته له دې به د دوی قوتونه د استوګنې پر سیمو او د خلکو پر کورونو هوایي بمبارۍ نه کوي او دا کار به په بشپړه توګه بندوي.

 د هېواد جمهور رئیس جنرال الن او سفیر کراکر ته په پای کې وویل چې پر ملکي خلکو او د استوګنې پر سیمو د بمبارۍ بندول ډېر مهم دي او دا د افغانستان د خلکو جدي غوښتنه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته