نړۍ

د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي: په ميانمارکې تاوتريخوالي سيمه ګواښوي

نيويارک  رويترز باختر دوږي دمياشتې ١٥  نيټه  :
د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي د روهينګيايي مسلمانانو پرخلاف د وروستيو بريدونو د دوام په نسبت خبردارى ورکړى او اعلام يې وکړ چې په ميانمارکې تاوتريخوالي د سيمې امنيت ګډوډوي.
باختر آژانس د رويټرز د خبري آژانس له خولې خبر راکړ:  
آنتو نيو ګوترش د ميانمار په راخين ولايت کې د تاوتريخوالي د بندولو غوښتنه وکړه .
ده د سه شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې د امنيت شورا ته په يوه ليک کې په دې باب خپله انديښنه څرګنده کړې ده او دميانمار دتاوتريخوالي دپاى ته رسولو لپاره يې يو وړانديز طرحه کړى دى.
د روهينګيايي مسلمانانو پرخلاف د ميانمار د اردو د وږي د دريمې نيټې له بريدونو وروسته څه ناڅه  ٤٠٠ تنه ووژل شول او نږدې ١٢٥ زره تنه نور بنګله ديش ته وتښتيدل .
پاى   ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته