ټولنه

دفوايد عامې وزارت خبرتيا .

کابل باختر دوږي  څوارلسمه :
دفوايد عامې وزارت خبرتيا .
ددولتي او خصوصي سکتورونو د باروړونکو وسايطو ټولو خاوندانو ته خبر ورکول کيږي  چې  دهيواد دلويو لارو او سړکونو دساتنې په مقصد دفوايدعامې وزارت په بيلابيلو تګلورو او تجارتي بندرونو کې په زياترو سيمو کې دلوړ توناژ کنترولي دروازې  درولې دي  اوبيا دروان کال  دوږي دمياشتې په پنځلسمه نيټه دشنبې په ورځ  فعاليت پيلوي .
په دې وسيله له ټولو سوداګرو اودباروړونکو وسايطو له چلوونکو څخه غوښتنه کيږي  چې خپل لوړ توناژ لرونکي  بار وړونکي  وسايط دې  دکنترول دمقررې له نورم سره سم  عيار کړي او په سړکونو او واټونوکې دې  تګ راتګ وکړي .
له دې پرته له سرغړونکو سره  قانوني چلند کيږي اوبيا به دشکايت حق ونه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته