سیاست

تبصره

–  کابل باختر د زمرى  دريمه :
په دې وروستيو وختو کې امريکايي بنسټ  دافغانستان دبيا جوړولو دبشپړې څيړنې مرکز ( سيګار) په افغانستان کې  دامريکا  دصنعتي کثافاتو دسوځولو په باب يو له انديښنو ډک  رپوټ وړاندې کړى دى چې ښيي دافغانستان دخلکو په حق کې څومره جفا کيږي او دغه خلک  څومره له نويو ستونزه سره مخامخ شوي دي
دباختر اژانس مبصر ليکي ،
  په دې وروستيو وختو کې سيګار  چې په افغانستان کې  دامريکا دلګښتونو بهير څاري ، ( افغانستان  دامريکا دکثافاتو دسوځولو بټى شوه ) تر عنوان لاندې يو رپوټ خپور کړى دى .
  په دې رپوټ کې ويل شوي دي :  چې امريکا خپل صنعتي کثافات  دسوځولو لپاره  افغانستان ته  ليږلي دي  چې ډول ډول صنعتي کثافات  پکې شامل دي او په افغانستان کې دژوندانه  چاپيريال ته يې  جدي ګواښ  متوجه کړى دى .
په رپوټ کې دغه ټکۍ  مشخص شوى دى چې امريکا په افغانستان کې دخپلو صنعتي کثافاتو دسوځولو لپاره په مليونونه ډالره  دافغانستان په لويديځ  شينډنډ کې دکثافاتو دسوځولو دبټيو په جوړولو ولګول . خو ددغې پروژې افغان همکاران په دې خاطر چې دکثافاتو دسوځولو دبټيو دجوړولو لګښت ځان ته جلا کړي  کثافاتو ته  په ازاده فضا کې  اور اچوي .
  دسيګار خبريال  جان سپکو په دې رپوټ کې ليکلى دى  دغه عمل  دهغو کثافاتو  دله منځه وړلو لپاره  له داشونو څخه داستفادې دبندولو قانون تر پښو لاندې کوي چې په  ٢٠١٠ ميلادي کال کې  د پنتاګون له خوا تصويب شو .
په رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي  چې په افغانستان کې دامريکا دصنعتي کثافاتو  دسوځولو دوام امريکايي  عسکرو ته  جدي خطر متوجه کړي دي . او دامريکايي  ماليې ورکوونکو  پيسې  بي حاصله سوځي .
جان سپکو دنړيوالو ځواکونو  له عمومي قوماندانۍ څخه غوښتى دى چې دغه مسئله دې وڅيړي  او تر  نوي ورځو پورې دې  خپل رپوټ وړاندې کړي .
  په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو  عمومي قوماندانۍ چې  د امريکا له خوا رهبري کيږي  ددغه رپوټ په ځواب کې ويلي دي  چې دوى  يوازې  دکثافاتو دسوځولو په بټيو کې  دکثافاتو د سوځولو دبهير دڅارنې مسووليت  په غاړه لري او امريکايي عسکر موظف دي  چې خپل افغان همکاران  دې ته وهڅوى  چې د کثافاتو  دسوځولو له بټيو څخه  استفاده وکړي .  خو ددې کار دجبري کولو صلاحيت نه لري .
دسيګار رپوټ  له څو اړخونو افغانانو ته  د دقت  وړ او دانديښنې سبب دي ، لومړى داچې  څه اړتيا ده  چې د يو داسې هيواد صنعتي کثافات چې له افغانستان څخه په زرګونه کيلومتره   واټن لري ، زموږ هيواد ته وليږدول شي  او دلته  وسوځول شي . آيا دغه حرکت په خپله  دزاړه استعمار بڼه  نه څرګندوي ؟
ولي امريکايانو  دکثافاتو دسوځولو بټى دخپل هيواد په  دښتو او دغرونو په لمنو کې جوړ نه کړل ؟ چې هغه يې  په زرګونو فرسنګه  لرې  يوه بي وزلى او بيچاره هيواد ته چې له دغوبټيو څخه داستفادې په تکنالوژي  نه پوهيږي  ، ليږي .  له امريکا څخه په زرګونه کيلومتره لرې  دصنعتي کثافاتو ليږل  ددې کار څرګندوي دي  چې کثافات  جدي اغيزې په ځان پسې لري  او ددې لپاره چې  امريکاييان  دهغو له خطرونو څخه  خوندي وي  هغه  يې  افغانستان ته ليږلى دي . حيرانوونکي دا چې  سيګار په خپل رپوټ کې  دشينډنډ هوايي ډګر کې  دصنعتي کثافاتو له سوځولو له دوام څخه  هدف يوازې  دخپل هيواد دعسکرو د سلامتيا انديښنه ده . او افغانانو ته هيڅ پاملرنه نه دى شوى اوهيڅ راز  يادونه نه دى شوى .  خوکولى شو دغه حرکت دبشر دحقوقو  دفاع او ديوې ټولنې  سلامتيا  فکر کړو .
  دغه راز  امريکا افغانستان ته  دصنعتي  کثافاتو  په ليږلو سره  ثابته کړه  چې په افغانستان کې  دخپلو خاصو ګټو په لټه کې ده . او ددغه هيواد دخلکو روغتيا يې  له خطر سره  مخامخه کړې ده .
  څومره چې دامريکاييانو دغه حرکت ته دقت وکړو  نه شوکولى  هغه توجيه کړو .
هغه څه چې امريکاييانو او دهغوى  نورو لويديځو شريکانو په افغانستان کې وغوښتل ترسره کړي ، ويې کړل  خو ولى افغانان  دخپل هيواد دويجاړتيا او بربادي عامل شي .  له بده مرغه هغه کسان چې له امريکا څخه  افغانستان ته قاچاق شوي  صنعتي کثافات په پرانستو داشونو کې سوځوي افغانان دي . او په نا اګاهانه ډول خپل هيواد له بل مصيبت سره  مخامخ کوي . زموږ بله خبره  له حکومتي مقاماتو سره ده  چې ولى يو دغه شان  ناوړه عمل ته  اجازه ورکوي  په داسې حال کې چې  دژوندانه له چاپيريال څخه  درامنځته شويو  ستونزو جدي کيدل چې  دډول ډول پلاستيکونو او له کيمياوي توکو دسوځولو اولوګي  زيږنده  دي د ډول ډول سرطانونو ،  دسالندي دناروغيو ، جلدي ناروغيو او دکرنې اوبڼوالي  دکمښت  سبب شوي دي . چې ددغه شان عمل په وړاندې چوپتيا کيداي شي  په دغه هيواد کې له حقوقي موازينو څخه  سرغړونه وي .
  هير دې نه شي  چې په افغانستان کې  دژوندانه دچاپيريال حالت  لرزنده حالت  لري او دافغانانو روغتيا ته يې جدي خطر  متوجه کړي دي . او خلک  له دې پلوه  دخپل هيواد  ددولتي چارواکو څرګند ځواب او غبرګون ته  سترګې په لاره  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته