ښوونه او روزنه

ځوانان زده کړه کوي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٢ :
د بغلان ولايت د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې کميسيون د زده کړې دويم کورس نن پيل شو.
د زده کړې د دغه کورس په دويم پړاوکې سل تنه هغه ځوانان او نجونې چې لوړې او نيمه لوړې زده کړې يې کړې دي؛ د آلمان  د (جي آى زيد) موسسې له خوا په دوو بېلابېلو وختونوکې پرمخ بيول کيږي .
د بغلان ولايت د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواکې ادارې د کميسيون آمر عزت الله توحيدي باختر آژانس ته وويل: له دغوځوانانوڅخه چې پنځوس تنه يې د لوړو زده کړو او نيمه عالي زده کړونجونې دي؛ د آلمان هېواد د (جي آى زيد) په مالي مرسته د شپږو مياشتو لپاره په نظري او عملي بڼه په دغه کميسيون کې تر زده کړې لاندې نيول شوي  دي.
دويمه  برخه هغه پنځوس تنه هلکان او نجونې دي چې لوړې زده کړې لري او د هغه تفاهم ليک له مخې چې د دغه کميسيون او د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا لاسليک شوى دى؛ جذب او شاملې شوې دي .
ويل کيږي دغه کسانوته په نظري ډول په دولتي اداروکې د ملکي خدمتونو له قانون، اداره او منجمنت او په مالي برخه کې لوست ورکول کيږي.
په پاى کې په فارغانو د فراغت سندونه چې د يو کال کاري سابقه د اعتبار ښکارندوى دى؛ ويشل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته