ټولنه

دډاډګيرنې پيغام

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١١ :
دهرات ولايت  داستيناف څارنوالۍ درئيس سميع الدين (رهين ) دشهادت په مناسبت دلوى څارنوالۍ دډاډګېرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ سره دروان کال دثور دمياشتې په ٩ نيټه  دهرات ولايت  داستيناف څارنوالۍ رئيس سميع الدين رهين په يوه تروريستي بريد کې   شهيد کړاى شو.
د لــــوى څارنوالۍ دمشرتابه هيئت د ارواښاد د شهادت په  نسبت  دژورې خواشينۍ او خپګان مراتب څرګندوي او دلوى خداى ج له دربار څخه  ارواښاد ته دفردوس  جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبر هيله کوي.
رهين  دلوى څارنوالۍ  د صادقو ، هڅاندو او ژمنو رئيسانوله ډلې څخه و.
ده د ماموريت له پيل څخه دژوندانه تر وروستيو شيبو پورې دعدالت دتامينولو   او له سرغړونکو سره دمبارزې په لاره کې هلې ځلې وکړي او په پاى کې په همدې لاره کې شهيد شو.
لويه څارنوالي  ددښمن ددغه ډارن عمل په غندلو سره يوځل بيا دافغانستان له خلکوسره  ژمنه کوي چې   دخلکو دحقوقو دساتنې  او دعدالت دتامينولو لپاره  دمبارزې په لاره کې به له پخوا زياتې هلې ځلې وکړي.
دغه شان پيښې هيڅکله نه شي کولاى  هدفونو ته درسيدو او دعدالت دتامينولو او دهېوادوالو دحقوقو او آزادۍ ددفاع په لاره کې د خپلو مسووليتونو دترسره کولو لپاره  ددغې ادارې  په اراده کې کوم خلل  پيدا کړي.
لويه څارنوالۍ دجمهوري رياست له مقام او له امنيتي بنسټونو څخه غواړي   چې دڅارنوالانو دامنيت دتامينولو په برخه کې  جدي پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته