سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله : دافغانستان او کاناډا ترمنځ اړيکې دپراختيا په حال کې دي

کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٢  نيټه  :
دهېواد اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دکاناډا دجوړيدو ديوسلوپنځوسمې کاليزې ددرناوي  او دجاده هاينه دفلم  دنندارې په مراسمو کې ګډون وکړ.
دهېواد اجرائيه رئيس په لنډو خبرو کې  دټولنيزو فرهنګي تکثر اود دموکراتيکو ارزښتوونو  ساتنې ته په پاملرنې  سره کاناډا  په نړيواله کورنۍ کې نمونه ټولنه وًبلله
ډاکترعبدالله عبدالله په وروستيو کې د افغانستان له  خلکو  او  دولت سره   دکاناډا دمرستو او دغه راز له افغانستان سره دبروکسل  او دوارسا په کنفرانسونو کې ددغه هېواد  څه ناڅه  ٤٠٠  ميلونو ډالرو ژمنې له امله قدرداني وکړه.
دهېواد اجرائيه رئيس کاناډا ته خپل سفر اودهاليفکس په غونډه کې دافغانستان دلوړ رتبه هيئت په ګډون  دې په اشارې سره وويل چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې  دپراختيا په حال کې دي.  پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته