ټولنه

د ملي اردو هوايي ځواکونو پنځه سوه کورنۍ له سيلاو څخه وژغورل

کابل باختر دثور   ٣٠
   په شبرغان  ښارکې هوايي ځواکونو تېره شپه په لسو الوتنو کې هغه پنځه سوه کورنۍ چې  په سيلاوونوکې  بند پاتې وې، وژغورلې .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د شبرغان ښار د صوفي قلعه  کلي اوسيدونکي چې دوه ورځې په سيلاوونوکې په بندپاتې وو، تېره شپه د ملي اردو د ځواکونو د هليکوپټرونو د لسو الوتنو له امله امنو سيمو ته وليږدول شول.
د  ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړي کندک قوماندان وايي: پنځه سوه کورنۍ چې د سيلاوونو د راوتلو له امله په دې وروستيو وختوکې په سيمه کې بند پاتې وې، د ملي اردو د ځواکونو په هلوځلو وژغورل شول .
د جوزجان د طبيعي پيښو پر خلاف د مبارزې رييس وايي: دغو کسانو خپل د استوګنې کورونه له لاسه ورکړي او لومړنيو مرستو ته اړتيا  لري.
ده له ملي سوداګر او مرستندويو موسسو څخه وغوښتل چې ډير ژر دې له دغو کورنيو سره مرسته وکړي ځکه دوى له خپلو ماشومانو سره په آزاده هوا کې شپې سباکوي .
   ختم_ شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته