امنیت

اته ويشت تنه ډار اچوونکي په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
دکندز ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې اته پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
دکندز ولايت مرکز پورې  اړوند دتلوکه او انګور باغ په ساحو کې دکوماندو دځواکونو دعملياتو او دهوايي بريدونو په بهير کې  په نوي پرمختيا کې اته پنځوس  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې ديرش تنه نور ټپيان شول .
په وژل شويو کسانو کې په دشت ارچي کې دطالبانو دکوماندو دسرې قطعې قوماندان قاري حسن ، دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دکندز ولايت داشکمش  ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال مولوي نقيب الله او په کندز ولايت کې دطالبانو مشهور قوماندان قاري عبيد او دپاکستان دوه تنه اتباع، قوماندان منصور او ملا نعيم هم شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته