کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
افغان ځواکونه د بادغیس د مرکز په قلعه نو کې ځای پر ځای شوي او وسله وال طالبان یې بېرته په شا تمبولي دي.
د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي چې افغان ځواکونو د طالبانو د پرمختګ مخه ډپ کړې او بېرته په شا تمبول شوي دي.
هغه زیاتوي چې ګډو افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د بادغيس په مرکز کې عملیات پيل کړي او ډېر ژر به ټولې سیمې له طالبانو پاک کړي.
وصال