ټولنه

٢٤ تنه افغان پناه غوښتوونکي داتريش دپوليسو له خوا وژغورل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٢
٢٤ تنه افغان پناه غوښتوونکي په داسې حال کې چې په يو سرپټى لارۍ موټر کې اتريش ته ليږدول شوي و او له مړينې سره مخامخ و ددغه هيواد دپوليسو له خوا وژغورل شول.
داتريش د پوليسو يو تن چارواکې ويلي دي چې دغه ٢٤ تنه يې چې په بد حالت کې و، ژغورلي دي .
د اتريش پوليسو تاييد کړ چې دغه ٢٤ تنه ټول افغانان دي او دوى دانسانانو دهغه قاچاق وړونکې په لټه کې دي چې په ډيرو بدو شرايطو سره پناه غوښتوونکي اتريش ته ليږدوي له دغې پيښې څخه څه ناڅه يوه اوونۍ مخکې يو اويا تنه چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل و په يوه ورته پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغوى ديو سرپټى لارۍ موټر په واسطه له مجارستان څخه اتريش ته ليږدول شوي و.
لومړنى اطلاعات ښيي چې قربانيان دافغانستان،عراق او د سوريې اتباع وو.
دمجارستان پوليسو دبلغاريا درې تنه اتباع او يو افغان ددغې پيښې په اړوند نيولى دى .
د ٢٤ تنو افغان پناه غوښتوونکو دموندلو خبر هغه په ډيرو بدو شرايطو کې په داسې وخت کې خپريږي چې اروپا او په تيره بيا آلمان او اتريش دپناه غوښتوونکو له بحران سره مخامخ دي او هغه هيوادونه چې پناه غوښتوونکي آلمان او اتريش ته د تيريدو په خاطر دترانزيت په توګه ورڅخه استفاده کوي دپناه غوښتوونکو دسفر دمخنيوى په لاره کې کمزورى دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته